دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 207693
افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته ورسید
عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن سه شنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې ډلې اتلس یې په کابل، پنځلس په کندهار، شپږ په بلخ، څلور په هرات، څلور په غزني او دوې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.

په دې سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته رسېدلی دی.

تر اوسه د کرونا ویروس له امله 23 تنه مړه شوي او 40 نور ترې ښه شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccomqi12bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته