دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 207712
پکتیا کې د ۵۰۰۰ کورنیو لپاره د برښنا سب سټېشن پرانیستل شو
د پکتیا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ۵۰۰۰ کورنیو لپاره د برښنا د سب سټېشن پرانیسته وشوه.
دغه سب سټېشن د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د د دې پروژې پنځه سلنه پاتې چارې به هم په راتلونکو دوو اوونیو کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه: "شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ او سیدخېل چې د خوست اړوند ده، څلورو ولسوالیو ته به برښنا ورکوي چې چارې‌یې مکمل بشپړې شوې او بودجه‌یې د «US Army» له‌خوا ورکړل شوې، ۳۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی او په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د کورونو د روښانه کول د وزې ځدران نه شروع شي چې په لومړي قدم کې به ۵۰۰۰ کورنیو ته ورکړل شي."

که څه هم د یادې سیمې اوسېدونکي د برښنا د دې لویې پروژې په پرانیسته خوښ دي، خو وایي د پروژې اړوند د ځینو چارو کیفیت ټیټ دی.

د پکتیا په لیرې پرتې ولسوالۍ وزې ځدراڼ کې د برښنا د سب سټېشن پرانیسته داسې مهال کېږي چې لا هم د مرکز ګردېز اړوند ډېری هغه سیمې او کورنۍ له برښنا بې‌برخې دي چې څو میاشتې وړاندې ورته د برښنا د رسېدو ژمنه شوې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezf8wwjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته