کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۴۹ نوې پېښې

27 حمل 1399 ساعت 9:06

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تیرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۴۹ مثبتې پیښې ثبت کړې دي.
له دې سره په ټول افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد.
د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ وویل، دا پېښې په کابل کې ۱۸، کندهار کې ۱۵، بلخ کې ۶، هرات کې ۴، غزني کې ۴ او ننګرهار کې ۲ دي.
د روغتیا وزیر په خبره، تراوسه افغانستان کې د دې وبا له امله ۲۳ تنه مړه شوي.


د چارواکو په خبره، کابل او فاریاب کې پرون دوه کسان له دې ناروغۍ رغېدلي او کورونو ته ستانه شوي دي.
دې سره په ټول افغانستان کې له کورونا ۴۰ کسان رغېدلي دي.
افغانستان کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره له څو ورځو راهیسې مختلفو ولایتونو په تېره کابل کې پر تګ را تګ بندیز هم سخت شوی دی.
ښاغلی فیروز د مخنیوي دا تدابیر ګټور بولي او زیاتوي، که تر دوو میاشتو روان وي، نو هېواد به د کورونا کړکېچ مخه ونیسي.
په ورته مهال فیروزالدین فیروز کابل کې د ماسک جوړولو او د روغتیاپالو د خوندیتوب وسیلو یوه کارخونه هم پرانیسته، چې تر زرو ډېر کسان پکې کار کوي.
که څه هم دا خصوصي کمپنۍ ده، خو حکومت ځمکه ور کړې ده.
 


د مطلب کود: 207721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207721/کورونا-وېروس-افغانستان-کې-۴۹-نوې-پېښې

آوا
  https://www.avapress.com