دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 207748
بلخ کې یوه سوداګر له بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
د هېواد یوه سوداګر په بلخ ولایت کې له بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو چې په کې اوړه او غوړ هم شامل دي مرسته وکړه.
دغه سوداګر چې خیرالدین مایل نومېږي وايي چې په پام کې لري په بلخ، کابل او پروان ولایتونو کې تر ۱۰ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
ښاغلی مایل له دغو کورنیو غواړي چې ګرځ بندیز مراعات کړي چې په ټولنه کې د کورونا ویروس د خېرېدو لامل نه شي. 
افغان سوداګر خیرالدین مایل په دې اړه وویل:«زموږ پروګرام د ۱۰ زره کورنیو لپاره دی چې پنځه زره یې په بلخ او پنځه زره نور یې په کابل او پروان ولایتونو کې دي چې وروسته مرسته کېږي.»
داسې ښکاري چې بې وزله کسان د کورونا ویروس له خپرېدو وېره نه لري، ټول هڅه کوي چې لوبغالي ته داخل او د مرستو بستې ترلاسه کړي.
ځينې یې ماسکونه او لاس ماغوګان هم نه لري، دوی بې وزلي د کورونا ویروس له خپرېدو خطرناکه بولي.
د بلخ د حج او اوقافو رییس ذبیح الله حق جو هم په دې اړه داسې نظر لري:«د بې وزلو او نادارو کورنیو د لاس نیوي لپاره دې هڅې وکړي. او انشاالله چې صدیقه د بلا ردوي. د الله په لاره کې صدقه ورکول هغه څه دي چې الله پاک خپلو ټولو بنده ګانو ته پر دې لارښونه کړې او امر کړی.»
د مزارشریف د ښاروالۍ د شمېرو له مخې په دغه ښار کې ۱۶۰ زره کورنۍ اوسېږي چې ډېری یې بې وزله دي، د بلخ والي وايي د هېواد له شمالي ولایتونو څخه ۲۰ زره نورې کورنۍ هم له دوی سره یو ځای شوې دي چې ټولې یې مرستو ته اړتیا لري.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په دې اړه وايي:«په دغو حساسو شرایطو کې چې زموږ هېوادوال په قرنطین کې دي. باید د مستحقینو لپاره بیړنۍ مرستې وشي.»
څلور ورځې کېږي چې په مزارشریف کې د خلکو پر تګ راتګ محدودیت لګول شوی، ډېری کسان د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو د بیو د لوړېدو په اړه اندېښنه لري. خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ډاډ ورکوي چې د دغو توکو بیې به لوړې نه شي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس آرش یونسي وايي:«د لومړنیو توکو واردونکو سوداګرو په ځانګړې توګه هغه صنعت کاران چې په بلخ ولایت او نورو ټولو ولایتونو کې تولیدات لري، هغه ژمنه یې چې خپلو خلکو او حکومت ته کړې، د لومړنیو توکو بیه له نه لوړوي او تر خپلې وسې پورې به یې بیه راټیتوي.»
که څه هم هغه کورنۍ چې له دغو مرستو برخمنې شوې خوښي څرګندوي خو وایي دا مرستې بسنه نه کوي او لازیاتو مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcdo50xjyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته