کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د جرم او جنایت د کمولو لپاره پر موټرسیکلونو بندیز

27 حمل 1399 ساعت 9:06

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د جرم او جنایت د کمولو لپاره یې پلازمېنه کابل کې د ټپټپي یا موټرسیکل په تګ را تګ بندیز ولګاوه.
د دې وزارت په خبره، تر بیا خبرتیا پورې ټول کابل ښار کې د ټپټپي په ځغلولو بندیز لګول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم راغلي: "د کابل پولیسو د موندنو او ارزونو له مخې خورا ډېرې جرمي پېښې په تېره پلاني ترهګریز بریدونه،هدفي وژنې او د مجرمانو په لاس جنايي جرمونه د ټپټپي کارولو سره د کابل مختلفو سیمو کې پلان کېږي".



دغه وزارت د کابل اوسېدونکو ته خبرداری ور کړی چې که د خبرتیا خلاف ورزي یي وکړي، ټپټپی به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې د قانون له مخې چلن وشي.
په کابل کې د ټپټپي پر چلولو بندیز په داسې مهال دی چې دغه ښار کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د ګاډو پر چلښت هم بندیز سخت شوی او ځینې خلک دې بندیز کې ټپټپی کاروي.
له دې مخکې د افغانستان په مختلفو ښارونو او ولایتي مرکزونو کې د ټپټپی پر چلولو بندیز لګول شوی، خو دا لومړی ځل دی چې پلازمېنه کې ورته ګام پورته کېږي.
په نورو ولایتونو کې هم پر ټپټپي د بندیز لامل د جنايي او جرمي پېښو سره مقابله بلل شوې ده.
 


د مطلب کود: 207755

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207755/کابل-کې-د-جرم-او-جنایت-کمولو-لپاره-پر-موټرسیکلونو-بندیز

آوا
  https://www.avapress.com