دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 207756
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي د هغو محدودیتونو د لرې کولو "بشپړ واک" لري چې په امریکا کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره لګول شوي دي. د نوموړي دا دریځ د امریکا د ایالتونو د والیانو او د دغه هېواد د اساسي قانون د کارپوهانو له نظر سره په ټکر کې دی. ټرامپ په یوه خبري غونډه کې- چې له خبریالانو سره یې لفظي جنجال هم راغی- وویل: "د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر د پرېکړو واک لري."
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا په ختیځ او لوېدیځ کې لس ولایتونه په کور پاتېدو د لګول شوي سخت محدودیت د نرمولو پر پلانونو غور کوي.
په متحده ایالتونو کې اوس د نړۍ تر بل هر هېواده د کورونا وېروس ډېرې مثبتې او د مړينې پېښې ثبت شوې دي.
د مثبتو پېښو شمېر له پنځه نیم لکو اوښتی او د مړو شمېر ۲۳ زره او ۶۰۸ ښودل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdccpmqie2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته