خو د هند حکومت اعلان کړی چې د کورونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونه د می میاشتې تر ۳مې نېټې غځوي، او تمه نه کېږي چې دا لوبې دې سبا چارشنبه پیل شي.
د هند په سوداګریز لوبو کې هر کال د نړۍ له ګڼو هېوادونو ستوري لوبغاړي برخه اخلي. د افغانستان لخوا راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن ځدراڼ له څو کلونو راهیسې په دې سیالیو کې لوبېږي.
د هند کرېکټ بورډ (بي سي سي ای) تر اوسه د دې لوبو لپاره نوې نېټه نه ده اعلان کړې. د بورډ مشر ساراو ګنګولي ویلي، دوی به وضعیت څاري، خو په اوسنیو شرایطو کې هېڅ هم نشي کولی.
نوموړی وایي، اوسمهال په ټوله نړۍ کې حالت داسې نه دی چې سپورتي لوبې یا سیالۍ دې ترسره شي.