د دغو مړه شویو ناروغانو کورنۍ، د کووېډ نولس ناروغانو د درملنې او ساتنې په دغه مرکز کې د ډاکټرانو د بې پروايۍ په هکله شکایت لري.
په تر ټولو نوې پېښه کې چې د دوشنبې په ورځ(وري په ۲۵مه) د مزارشریف د کووېډ نولس ناروغانو د درملنې او ساتلو په مرکز کې یو ۴۳ کلن سړي ساه ورکړه.
د دغه ناروغ خپلوان د عامې روغتیا پر ریاست د هغه څه له امله چې په مزارشریف کې د کووېډ نولس ناروغانو د درملنې او ساتلو په مرکز کې ناسم مدیریت ګڼي، نیوکه کوي.
د مړه شوي کس خپلوان احمد ظاهر په دې اړه وايي:«هغه مو د کووېډ نولس ۲۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدو، دلته په ای، سي ، یو کې هر څه وو خو مراقبت نه و.»
د مړه شوي کس له خپلوان منصور مرادي هم وویل:«اکسیجن خلاص شوی او لیکي یې هم لرله څوک نه وو چې وې رغوي.»
له دې مخکې یو ۵۳ کلن سړي هم په مزارشریف کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله ساه ورکړه، د دغه کس خپلوان ادعا لري چې آن نرسانو هغه ته د اوبو له ورکولو ډډه کوله او ناروغ یې له دې امله مړ شو.
د مړه شوي کس له خپلوانو څخه سارا بهايي وايي:«زارۍ مو وکړئ چا موږ ته امبولانس را نه کړ، سل واسطې مو وکړې چې موږ ته یې امبولانس راکړ چې خپل مړی ولېږدوو.»
څو ورځې مخکې په مزارشریف کې د کووېډ نولس ناروغۍ د مالومولو یوه مرکز په کار پیل وکړ، دغه مرکز شمالي ولایتونو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي. اوس پر هغه څه نیوکې زیاتې شوي چې په دغه مرکز کې یې د کووېډ نولس ناروغانو په تشخیص کې ناغېړي بولي.
د فاریاب والي نقیب الله فایق څرګندوي:«شپږ ورځې کېږي چې موږ د مزار شریف عامې روغتیا ریاست ته ټسټونه استولي دي، تراوسه د هغه رپوټ نه دی رارسېدلی.»
ډاکتران د کویډ نولس ناروغۍ په وړاندې د مبارزې او د کورونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت لارښونو ته پر پاملرنې ټنیګار کوي.
د بوعلي سیناي بلخي روغتون آمر غوث الدین انوري وايي:«هغه ډله مو چې د کورونا روغتون لپاره ځانګړي او ګومارلي هغوی باید او شاید خپله هماغه دنده ترسره کړي.»
په دې اړه د بلخ د عامې روغتیا ریاست د نظر په اخیستو بریالي نه شوو، خو له دې مخکې یې ویلي و چې په دغه ولایت کې به د غوره روغتیايي خدماتو د ترسره کولو لپاره هېڅ راز هڅې نه سپموي.
سرچينه : د صدای افغان خبری