سټولټنبرګ دا خبرې نن سه شنبه په هغه ویډیويي کنفرانس کې وکړې چې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر یوې غونډې مخکې جوړ شوی و.
هغه زیاته کړه: "د طالبانو بریدونه زیان اړوي نو په طالبانو غږ کوو چې بریدونه ودروي څو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ هوکړه پوره عملي او تاوتریخوالی کم شي، ځکه دا د سوله ییز حل لارې لپاره یې یواځینۍ لار ده، موږ قویاً د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوو چې بین الافغانی خبرې پيل شي."
د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون په اساس دا ډله ژمنه ده چې تاوتریخوالی کم کړي خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو ویلي چې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې بریدونه لا پسې زیات کړي.
ینس ستولتنبرګ دغه راز وویل: "ناټو به له افغانستان سره خپل تعهد پر ځاي وساتي، دا تعهد به د غوڅ ملاتړ ماموریت، د افغانانو دروزنې اومالي ملاتړ له لارې عملي کوو ځکه موږ باور لرو چې د سولې له بهیر سره دمرستې تر ټولو غوره لار د افغانانو ملاتړ دی څو طالبان وپوهېږي چې هغوي به یې هېڅ کله د جګړې په ډګر کې ونه ګټي، هغوي باید د مذاکرو پر مېز کېني او په حقیقي ډول جوړجاړی وکړي."
ناټو داسې وخت له طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې چې پرون په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د امریکا-طالبانو د تړون د عملي کولو اړوند مسایلو په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره خبرې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس