دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 207766
کرونا ویروس؛ کندهار ښار قرنطین کیږي
په کندهار کې د کروناویروس د مثبتو پېښو له زیات والي سره ولایتي ادارې پرېکړه کړې چې د چهار شنبې له ورځې څخه به کندهار ښار په مکمل ډول قرنطین کیږي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولایت کې د کروناویروس ۱۵ نوري مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټول شمېر يې ۹۰ ته پورته شو.

په یادو ۹۰ مثبتو پېښو کې ۱۳ ډاکتران او پاتې نور يې د ټولنې د بیلا بیلو برخو غړي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات نن سې شنبه اپرېل ۱۴ (وري ۲۶) امریکا غږ ته وويل چې په کندهار کې د کروناویروس ناروغۍ مخ پر زیاتیدونکې پېښې د اندېښنې وړ دي او د حل لارې په توګه يې د ځينو ګامونو پر پورته کولو بریکړه شوې ده.

هغه وويل: "د کرونا سره د مبارزې ولایتي کمېټې پریکړه کړې چې کندهار ښار په سر له سبا ورځې څخه چې د چهار شنبې ورځ ده قرنطین کیږي او تړل کیږي به د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کیدو لپاره به د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پوري به د ضروري توکو دوکانونه او د کسبه کارانو کار ځایونه خلاص وي."

دغه راز کندهار ته د ګاونډيو ولایتونو څخه د سفر کولو د لارو په اړه لاهم وروستۍ پریکړه نه ده شوې. خو کندهار ښار ته له هرات، فراه او نیمروز ولایتونو څخه راتلوونکي مسافر پر یاده لویه لار باندې پوليس څاري او د سپرلۍ موټر يې له کندهار ښار څخه د کابل لويې لارې ته تېره وي.

بلي خواته د کندهار ښار اوسیدونکي او روغتیايي کارکوونکي هم د کرونا د مثبتو پېښو زیاتوالي ته ډير اندېښمن دي او وايي چې په مخ نیوي کې يې باید پر اغېزمنو لارو چارو باندي کار وشي.

د کندهار ښار اوسیدونکي محمد ابراهیم امریکاغږ ته وويل: "که د خلکو د لومړنیو اړتیاو د پوره کیدو ستونزه په پام کې ونیول شي نو زیاتره خلک چمتو دي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي."

تیره اونۍ په کندهار کې د کرونا ناروغانو لپاره معلوماتي لابراتوار پرانیستل شو چې د جنوبي ولایتونو د کرونا د مشکوکو پېښو معاینات پکښې کیږي.

تر دا مهاله د جنوب په کچه د کرونا مثبتي پېښې ۹ په هلمند، ۳ په زابل او ۹۰ په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.

دغه راز د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکې وايې چې د کرونا د یوې شکمني پېښې نمونه يې اخیستې وه خو د پايلو له معلومېدو مخکې هغه کس مړ شوی.

د ارزګان د عامې روغتیا ریاست وايې چې دوی د پایلو له معلومیدو مخکې نشي ویلای چې دغه کس د کومي ناروغی له کبله مړ شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد چې تر ټولو زیاتې په کابل، هرات او کندهار و لایتونو کې ثبت شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن سې شنبې اپریل۱۴(وري۲۶) پورې ۱۱۹۶۸۶ کسان مړه کړي او نژدې دوه میلیونه پرې اخته دي.
دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcd950x9yt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته