دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 207774
د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) خبرداری ورکړی چې په بندیزونو او محدودیتونو کې له وخته مخکې نرمښت د ویروس بېرته راګرځېدو لامل کېدای شي. هند او فرانسې دغه بندیزونه په ترتیب سره د مې تر درېیمې او ۱۱ مې نېټې پورې ځنډولي دي. د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو کې هم لکېدلي محدودیتونه لا پر ځای دي.
رپوټونو کې ویل شوي، هندي پولیسو د ممبۍ ښار په مرکزي ریل تم ځای کې هغه مزدوران په کوتکو وهلي ټکولي چې دغه ځای کې د زرګونو په شمېر راټول شوي وو.
په ښار کې ایسارو دې مزدورانو فکر کاوه، چې د اپریل پر ۱۵ مه به بندیزونه نرم شي او دوی به وتوانېږي چې په نورو سیمو کې خپلو کورونو ته ځان ورسوي، خو بندیزونه نور هم پسې وغځېدل.
یو شمېر اپوزیسیون سیاستوال بیا تور پورې کوي، چې دې مزدورانو د خوراک، څښاک د بیو لوړوالي خلاف او د مزدورۍ د خوندیتوب لپاره احتجاج کاوه.
 
https://avapress.com/vdccmmqi02bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته