دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 207775
اسلام اباد کې د امریکا سفارت یوه بیان کې ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ میلر پاکستان ته تللي او د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

بیان زیاتوي چې دې کتنه کې د پاکستان د پوځ مشرانو یو ځل بیا افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغان شخړې د سوله ییز حل په چاره کې د پرمختګ لپاره به لاس په کار شي.
اسلام اباد ته له سفر وړاندې زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر د دوشبنې پر ورځ قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم کتلي وو.
له دې سفرونو سره هم مهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، سره له دې چې افغان حکومت د سولې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي، خو طالبانو برعکس، د دې شورا په ټکو، د افغانانو پر ضد تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcd550xkyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته