دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 207792
افغانستان کې د کرونا ویروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
له دې سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ تنو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه اعلان وکړ چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې کابل کې ۳۱، هرات ۲۲، کندهار ۳، غزني ۳، میدان وردګ ۲، کنړ ۲، ننګرهار ۲، فاریاب ۱، ارزګان ۱، نیمروز ۱ او بغلان کې ۱ پېښه ثبت شوې ده
 
https://avapress.com/vdccomqii2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته