کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د کرونا ویروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

27 حمل 1399 ساعت 10:42

عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.


له دې سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ تنو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبه اعلان وکړ چې تېرو څلورویشتو ساعتونو کې کابل کې ۳۱، هرات ۲۲، کندهار ۳، غزني ۳، میدان وردګ ۲، کنړ ۲، ننګرهار ۲، فاریاب ۱، ارزګان ۱، نیمروز ۱ او بغلان کې ۱ پېښه ثبت شوې ده
 


د مطلب کود: 207792

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207792/افغانستان-کې-د-کرونا-ویروس-۷۰-نورې-مثبتې-پېښې-ثبت-شوې

آوا
  https://www.avapress.com