کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان سره مالي مرسته ځنډوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حمل 1399 ساعت 12:37

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د روغتیا له نړیوال سازمان سره د دغه هېواد مالي مرسته به وځنډول شي.


ډونالد ټرمپ پرون وویل، دغه سازمان په خپله اصلي دنده کې پاتې راغلی او باید په دې اړه ځواب ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا شااوخوا ۹۰ ورځې د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) کارونه وارزول او وروسته‌یې دا پرېکړه وکړه چې خپلې مالي مرستې ورسره وځنډوي.
نوموړي ویلي، که دغه سازمان له چین نه د کرونا ویروس سم راپور ورکړی و، کېدای شوی چې دا ویروس همالته مهار شوی وی.
امریکا دا مهال د نړۍ په کچه د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې پېښې لري.
دغه هېواد کې پنځه لکه او ۹۲ زره کسان په کرونا اخته شوي او له دې امله تر اوسه څه باندې ۲۵ زره کسان مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه د امریکا د دې اقدام په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو پرون‌یې تر دې پرېکړې مخکې وویل چې هڅې به‌یې دوام ولري.


د مطلب کود: 207810

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207810/ټرمپ-د-روغتیا-نړیوال-سازمان-سره-مالي-مرسته-ځنډوي

آوا
  https://www.avapress.com