دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 207810
ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان سره مالي مرسته ځنډوي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د روغتیا له نړیوال سازمان سره د دغه هېواد مالي مرسته به وځنډول شي.
ډونالد ټرمپ پرون وویل، دغه سازمان په خپله اصلي دنده کې پاتې راغلی او باید په دې اړه ځواب ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا شااوخوا ۹۰ ورځې د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) کارونه وارزول او وروسته‌یې دا پرېکړه وکړه چې خپلې مالي مرستې ورسره وځنډوي.
نوموړي ویلي، که دغه سازمان له چین نه د کرونا ویروس سم راپور ورکړی و، کېدای شوی چې دا ویروس همالته مهار شوی وی.
امریکا دا مهال د نړۍ په کچه د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې پېښې لري.
دغه هېواد کې پنځه لکه او ۹۲ زره کسان په کرونا اخته شوي او له دې امله تر اوسه څه باندې ۲۵ زره کسان مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه د امریکا د دې اقدام په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو پرون‌یې تر دې پرېکړې مخکې وویل چې هڅې به‌یې دوام ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdf50xzyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته