دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 207811
په کابل هوایي ډګر کې الکترونیکي سکنرونه ځای پر ځای شول
په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په بهرنیو دروازو کې پرمختللي الکترونیکي سکنر ځای پر ځای شول.
د دې هوایي ډګر قوماندان محمد عثمان جانباز پرون د دې سکنرونو د نصب پر مهال وویل چې د هوایي ډګر له امنیت سره به ډېره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "دغه سیستم‌یې الکترونیکي کړ چې ان‌شاءالله تر دې وروسته به ټول وسایط له الکترونیکي طریقې چک کېږي، هغه وسایط چې پخوا به مشکوک و، د ایینې له لارې به سم نه‌ښکارېدل، خو تر دې وروسته زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ټول وسایط به په اساسي ډول پلټل کېږي."

چین له افغانستان سره د دې سکنرونو مرسته کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezf8wzjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته