کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل هوایي ډګر کې الکترونیکي سکنرونه ځای پر ځای شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 حمل 1399 ساعت 12:36

په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په بهرنیو دروازو کې پرمختللي الکترونیکي سکنر ځای پر ځای شول.


د دې هوایي ډګر قوماندان محمد عثمان جانباز پرون د دې سکنرونو د نصب پر مهال وویل چې د هوایي ډګر له امنیت سره به ډېره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "دغه سیستم‌یې الکترونیکي کړ چې ان‌شاءالله تر دې وروسته به ټول وسایط له الکترونیکي طریقې چک کېږي، هغه وسایط چې پخوا به مشکوک و، د ایینې له لارې به سم نه‌ښکارېدل، خو تر دې وروسته زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ټول وسایط به په اساسي ډول پلټل کېږي."

چین له افغانستان سره د دې سکنرونو مرسته کړې ده.
 


د مطلب کود: 207811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207811/په-کابل-هوایي-ډګر-کې-الکترونیکي-سکنرونه-ځای-پر-شول

آوا
  https://www.avapress.com