کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان علماء: په مسجدونو کې دي د جماعت او جمعې لمونځونه پیل شي

27 حمل 1399 ساعت 14:29

په پاکستان کې د علماو ټولنو پرېکړه کړې چې له دې وروسته دي د جماعت لمونځ په مسجد کې پيل شي خو ځیني احتیاطي تدابیر دي په پام کې نیول کیږي.
علماو دغه پرېکړه تېره ورځ په کراچې ښار کې رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لوستلو اعلان کړه.



د علماو دغه پریکه په داسي وخت کې اعلانیږي چې د پاکستان حکومت لا هم د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د بندیزونو د ادامې خبر ورکړی دی.
د پاکستان په څلورو ولایتونو کې تر اوسه د حکومت له لوري پر جماعت او جمعې لمونځونو بندیز رسما ادامه لري خو د مذهبي چارو وزیر ویلي چې دوی به د روانې میاشتې پر ۱۸مې نیټه د لمونځونو په اړه حکومتي پریکړه وکړي.
 


د مطلب کود: 207833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207833/د-پاکستان-علماء-په-مسجدونو-کې-دي-جماعت-او-جمعې-لمونځونه-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com