دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 207833
په پاکستان کې د علماو ټولنو پرېکړه کړې چې له دې وروسته دي د جماعت لمونځ په مسجد کې پيل شي خو ځیني احتیاطي تدابیر دي په پام کې نیول کیږي. علماو دغه پرېکړه تېره ورځ په کراچې ښار کې رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په لوستلو اعلان کړه.

د علماو دغه پریکه په داسي وخت کې اعلانیږي چې د پاکستان حکومت لا هم د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د بندیزونو د ادامې خبر ورکړی دی.
د پاکستان په څلورو ولایتونو کې تر اوسه د حکومت له لوري پر جماعت او جمعې لمونځونو بندیز رسما ادامه لري خو د مذهبي چارو وزیر ویلي چې دوی به د روانې میاشتې پر ۱۸مې نیټه د لمونځونو په اړه حکومتي پریکړه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcipyarpt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته