کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پمپيو:

افغانستان کې لا هم د القاعده شبکې غړي شته

27 حمل 1399 ساعت 14:49

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» وایي، په افغانستان کې دننه لا هم د القاعده شبکې څو سوه خلګ شتون لري.
پمپیو دغه څرګندونې له یوه راډيویي چینل سره د مرکې په مهال کړې، ده ویلي، چې د افغانستان دننه د القاعده شبکې څو سوه غړي لا هم فعالیت لري، خو امریکا ترې د ځان ساتنې لپاره هلته د لسګونه زره پوځیانو اړتیا نه ویني.



نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان جګړه د القاعده د ځپلو لپاره پيل شوې وه او اوس هم ځیني داسې کړۍ شته چې د امریکا پر متحده ایالاتو د برید پلان لري.
د پمپیو له قوله، طالبانو ته یې ویلي، چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوی او هغوی هم دا ورسره منلې.
پمپیو داسې مهال په افغانستان کې د القاعدې د سلګونه غړو د شتون خبر ورکوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په لاسلیک شوې توافقنامه کې طالبانو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د داسې کړیو استعمال ته نه پرېږدي، چې امریکا او متحدینو یا نړیوال امنیت ته خطر وي.
طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې  دافغانستان دننه بهرني جنګیالي شتون نلري او نه یې هم دوی په صفونو کې استخداموي.
 


د مطلب کود: 207836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207836/افغانستان-کې-لا-هم-د-القاعده-شبکې-غړي-شته

آوا
  https://www.avapress.com