کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان ولایت د هوايي ډګر یو پوځي منصبدار هم په کرونا اخته شو

27 حمل 1399 ساعت 14:51

په بامیانو ولایت کې د هوايي ډګر د یو پوځي منصدار په کرونا مرض د اخته کېدو خبر ورکوي.
د بامیانو د والي منشي عبدالله انوري رسنیو ته ویلي، د نوموړي پوځي منصبدار روغتیايي پلټنې تیره ورځ ترسره شوي او اړونده ډاکټرانو هم په کرونا وایرس د هغه اخته کېدل تایید کړي دي.
نوموړی زیاتوي، په کرونا مرض اخته شوی د هوايي ډګر دغه پوځي منصبدار د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په دې وروستیو کې کابل ته د پوځي زده کړو لپاره تللی ؤ.


په کرونا وایروس اخته شوي پوځي منصبدار د نیول کېدو په هکله د والي منشي داسې وايي: «د هوايي ډګر دغه پوځي منصبدار غوښتل د ځمکې له لارې بامیان ولایت ته راننوزي؛ خو ولایت ته په راننوتلو د روغتیايي ټیمونو لخوا تر معایناتو وروسته پيژندل شوی دی.»
 دغه ناروغ پوځي منصبدار دامهال د بامیانو ولایتي روغتون په تجریدي برخه کې قرنطین او تر درملنې لاندې نیول شوی، چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی؛ خو د هغه هویت یې او نور معلومات یې رسنیو ته په واک کې نه دي ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کرونا ناروغۍ ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۵ مثبتې پېښې یوازې په بامیان ولایت کې تشخیص شوي دي، په دې لړ کې تراوسه  ۴۰ تنه تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي او ۲۳ تنه نور بیا وفات شوي دي.
 


د مطلب کود: 207838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207838/د-بامیان-ولایت-هوايي-ډګر-یو-پوځي-منصبدار-هم-په-کرونا-اخته-شو

آوا
  https://www.avapress.com