په ټولنیزو چارو کې د کابل د والي مرستیاله او له کرونا وباء سره د مبارزې د کمیسیون غړې حنیفه ګیرووال هم په کرونا اخته او قرنطین شوه.
د کابل د والي ویاند ناصر مهري تیره ورځ رسنیو سره د خبرو پرمهال تایید کړه، چې په ټولنیزو چارو کې د والي مرستیاله او له کرونا وایرس سره د مبارزې ولایتي کمیسیون غړې آغلې حنیفه ګیرو وال په کرونا ناروغۍ اخته شوې ده.
مهري زیاتوي، آغلې ګیرو وال تیره اونۍ له هغه وروسته روغتون ته ولاړه او د کرونا وایرس روغتیايي ازموینه یې ترسره کړه، کله چې په نوموړې باندې د کرونا وایرس کمزورې نښې ښکاره شوې.
د نوموړي په خبره د روغتیايي ازموینې پایله کې ښکاره شوه، چې ګیرو وال په کرونا اخته شوې او دامهال په خپل کور کې قرنطین شوې ده؛ خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بولي.
ښاغلی مهري ټینګار کوي، چې د آغلې ګیرو وال درملنه روانه ده او په نیږدې وخت کې به یې دوهم ځلي روغتیايي پلټنې هم ترسره شي.
باید وویل شي، دا مهال په کابل کې د کرونا ۱۷۸ پېښې ثبت شوي، چې له دغې ډلې څخه ۱۱ تنه بیرته رغیدلي او ۶ تنه نور بیا وفات شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې تراوسه د کرونا وایرس ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دغې ډلې څخه ۴۳ تنه بیرته رغیدلي او ۲۳ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.