کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوړو زده کړو وزارت:

د قرنطین په موده کې د محصلینو ستونزې هواروو

27 حمل 1399 ساعت 14:56

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د قرنطین په موده کې د آنلاین زده کړو د ټیټ کیفیت، د انټرنیټ لوړې بیې، د خصوصي پوهنتونو د ټیټ درسي کیفیت ترڅنګ د زیات فیس او د آنلاین زده کړو وسایلو ته د محصلینو د نه لاسرسي په ګډون د ټولو هغو ستونزو د حل ژمنه کړې، چې محصلین ورسره لاس او ګریوان دي.



په هغه خبرپاڼه کې چې د سه شنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت په رسمي فیسبوک پاڼه د «محصلانو اندېښنې» په عنوان خپره شوې، لومړی محصلینو ته د ورپېښو ۵ ډوله عمده ستونزو یادونه کړې او ورپسې یې په دې تړاو د وزارت ځوابونه او حل لارې بیان کړي دي.
د محصلینو هغه اندېښنې چې لوړو زده کړو وزارت ته رسېدلي په لاندې توګه دي: ۱ـ د آنلاین زده کړو کیفیت ټيټ، ۲ـ د انټرنټ لوړه بیه، ۳ـ خصوصي پوهنتونونه اوس هم هغه پخوانی فیس اخلي؛ خو د درس کیفیت يې د پخوا (حضوري زده کړو) په څېر نه دی، ۴ـ انټرنټ او نورو امکاناتو لکه: کمپيوټر، ځیرک موبایل او برېښنا ته لاسرسي نه لرو، ۵ـ په اوسني بحراني وضعیت کې د خصوصي پوهنتونو د فیس ورکولو توان نه لرو.»
لوړو زده کړو وزارت د محصلینو اول نمبر ستونزې ته د حل په موخه څرګنده کړې چې، د آنلاین زده کړو د کیفیت څارنې په موخه یې د (HELMS)په نوم نوی سیستم چمتو کړی، ترڅو د وزارت تر څارنې لاندې ټول پوهنتونونه د واحد چتر لاندې له نوموړي سیستم نه په ګټې اخیستنې تحصیلي خدمات وړاندې کړي.
د محصلینو دویم نمبر ستونزې په اړه د لوړو زده کړو وزارت وايي، د مخابراتو وزارت، اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو سره په ګډه کار کوي، ترڅو وکولای شي د استادانو او محصلینو لپاره وړیا او یاهم په کمه بیه انټرنیټي خدمات چمتو کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د درېیم او پنځم نمبر ستونزو د حل په موخه هکله ویلي، د (HELMS) یا د لوړو زده کړو ښوونیز مدیریت سیسټم له لارې د ټولو پوهنتونو له درسي کیفیت څخه د نظارت هڅه کوي او د قرنطین په موده کې د فیسونو راښکته کولو په موخه یې خصوصي پوهنتونونو سره د تفصیلي بحثونو پایله کې د پوهنتونو له مسئولینو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې اوسني بحراني وضعیت ته په کتو سره به د هېوادوالو مشکلات درک کوي او حتما به د فیسونو په کمولو کې همکاري کوي.
د محصلینو د څلورم نمبر ستونزې د هواري لپاره یاد وزارت خپلو اړوندو پوهنتونو ته لارښوونه کړې، څو د هغو محصلينو لپاره چې له (HELMS) سیسټم څخه د ګټې اخیستنې امکانات نه لري، درسي توکي په فزیکي بڼه په واک کې ورکړي.
په سیمه او نړۍ کې د کرونا وایرس د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د افغانستان په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو کې د ژوند د نورو برخو ترڅنګ تعلیمي او تحصیلي ادارې هم رخصت او قرنطین شوي دي.
د قرنطین او رخصتیو په دغه موده کې یو شمېر تعلیمي او تحصیلي ادارو په آنلاین ډول د تعلیمي او تحصیلي خدماتو وړاندې کولو ته مخه کړې ده، لیکن په هېواد کې د کمزوري انټرنیټ او لوړو بیو په ګډون یو شمېر ستونزو دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړی او په ځانګړې توګه محصلین یې له سختو ستونزو سره لاس او ګرایوان کړي دي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په داسې مهال د محصلینو د ستونزو د هواري په ځانګړې توګه په کمه بیه د معیاري انټرنیټي خدماتو وړاندې کولو ژمنې تازه کوي، چې تردې وړاندې د مخابراتو وزارت هم په کمه بیه د معیاري انټرنیټي خدماتو تکراري ژمنې کړې وې، چې تراوسه نه دي پلي شوي؛ خو دا لا څرګنده نه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تازه ژمنې به په رښتیا عملي بڼه غوره کړي او د محصلینو ستونزې به هواري کړي او که د پخوانیو په څېر به یوازې د کاغذ په مخ د کرښو کشول وي.
 


د مطلب کود: 207844

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207844/د-قرنطین-په-موده-کې-محصلینو-ستونزې-هواروو

آوا
  https://www.avapress.com