دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 207846
کرونا ویروس د افغانستان د طبي کورنۍ دریم غړی هم واخیست
د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس له امله د دریم ډاکټر د مړیني  خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، اقبال عمري هغه ډاکټر چې په کرونا ویروس اخته و، تېره ورځ د کرونا ویروس له امله افغان جاپان روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تر دې مخکې دوه نور افغان ډاکټران د کرونا ویروس له امله مړه شوي وو.
کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې روغیتاپالان تر هر بل چا ډېر د یاد ویروس تر خطرې لاندې دي، ځکه خو یې تر نورو ډېر په دې ویروس د اخته کېدو امکان شته.
اوس مهال د هېواد د طبي کورنۍ یو شمېر غړي په دې ویروس اخته دي، چې درې کسان تر مړه شوي، خو یو شمېر یې بیا بېرته رغېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcc0mqie2bqx48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته