دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 207870
د افغانستان له زندانونو ۴۵۱۸ تنه خوشې شوي
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له یو شمېر زندانونو نه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ۴۵۱۸ زندانیان خوشې شوي دي.
د زندانیانو د خوشې کېدو فرمان ۲۰ ورځې وړاندې د ولسمشر غني له‌خوا صادر شو چې پر بنسټ به‌یې د افغانستان له زندانونو ۱۰ زره بندیان خوشې شي.

خو یو شمېر بندیانو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د فرمان د تطبیق او د بندیانو خوشې کولو برخه کې روڼتیا نه‌شته.
د دوی په وینا دولت له‌خوا زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په خاطر هېڅ تدابیر نه‌دي نیول شوي.

د نشه‌یي توکو ځانګړي زندان زنداني کمین د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۷» ازادي راډیو سره ټیلیفوني خبرو کې وویل چې یاد زندان کې د فرمان نقض او د کرونا ویروس په وړاندې د تدابیرو نشتوالي له امله شااوخوا ۱۸۰۰ بندیانو د نه‌خوړلو اعتصاب کړی.

دی زیاتوي: "زه کمین خبرې کوم د نشه‌یي توکو ځانګړي زندان څخه، ولسمشر چې کوم فرمان صادر کړی و چې د بندیانو ترمنځ باید دوه متره فاصله وي، تقریباً یو متر کې دوه کسان ویده کېږي او یوه خونه کې ۴۰ کسان وي، تشنابونه هم داخل کې دي، ډېر زیات مکروب لري، دوه ورځې کېږي دلته اعتصاب پیل شوی چې ۱۸۰۰ کسان په‌کې شامل او نږدې ۴۰۰ خپلې خولې ګنډلې دي."

د پلچرخي له بندخونې بل بندي چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي وايي چې بندخونو کې تر دې دمه د کرونا ویروس مخنیوي په خاطر وقایوي تدابیر نه‌شته او شااوخوا ۴۰ تنه قرنطین شوي دي.

دی وايي: "پرون دلته ۴۰ تنه قرنطین شوي وو، بیا یې د روغتیا وزیر ته زنګ ووهو اوس معلومات نه‌شته ځکه هغه طرف ته څوک نه‌پرېږدي چې وړي یې دي او که نه، دلته قرنطین ول. دلته د زندان وضعیت داسې دی که نورو کې دغه مرض راښکاره شي، نو لوی انساني ناورین به رامنځته شي، هغه فرمان چې ورکړل شوی په بدل کې یې د هر بندي څخه ۲۰، ۳۰ او ۴۰ زره روپۍ اخیستل کېږي."

ولسمشر محمد اشرف غني په زندانونو کې د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د هغو شااوخوا ۱۰ زره زندانیانو د خوشې کولو په تړاو یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ښځې، له ۵۵ کلونو لوړ عمر لرونکي او ناروغ زندانیان باید خوشې شي.

خو د کورني او بهرني امنیت په قضیو کې نیول شوي کسان د دغه فرمان برخه نه‌دي.
د افغانستان د زندانونو د تنظیم د چارو ادارې د معلوماتو پر بنسټ په خوشې شویو زندانیانو کې ۳۲۷۷ نارینه، ۱۱۰ ښځې او ۱۶۶ ماشومان او نور یې متفرقه زندانیان شامل دي.

د دې ادارې ویاند وحیدالله زاهد په پلچرخي او نشه‌یي توکو زندانونو کې د زندانیانو ادعاوې ردوي.

د ښاغلي زاهد په وینا بندیانو ته ځانګړي روغتیایي خدمتونه لري او د فرمان له مخې او د عدلي او قضایي ارګانونو د پرېکړې پر بنسټ هر زنداني چې خوشې کېږي ۳۰ زره افغانۍ کفالت باالمال ورڅخه اخیستل کېږي.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند وحیدالله زاهد وویل: "یو تدابیر د فرمان پلي کول دي او بل دا چې د پیوازانو راتګ بند شوی دی، همکاران، د موږ امنیتي کسان چې کله داخل ته ځي د روغتیایي همکارانو له‌خوا چک کېږي او دوا پاشیاني کېږي، زموږ روغتیایي کارکوونکي هلته ګمارل شوي او کارونه روان دي، دغه پیسې چې ۳۰ زره دې مرحله کې اخیستل کېږي، دا کفالت باالمال دی چې پروسه‌یې روانه او دا پرېکړه د عدلي او قضایي ارګانونو له‌خوا شوې ده."

د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په هدف په زندانونو کې د زندانیانو د شمېر کمولو د فرمان په صادرولو سره ویل کېدل چې دا فرمان به ۱۰ ورځو کې پلی شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjaae8yuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته