دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 207898
سټولټنبرګ: طالبان باید د رښتونې روغې جوړې لپاره مذاکرې ته کېني
د ناټو سرمنشي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له امریکا سره لاسلیک شوي تړون ته په درناوي، تاوتریخوالی راکم کړي.
ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» د دې سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د وېډیو کنفرانس په پای کې خبریالانو ته وویل: "د افغان ځواکونو د ملاتړ دوام د افغانستان د سولې له هڅو سره د مرستي تر ټولو ښه لار ده. دا کار طالبانو ته یو قوي پیغام دی چې هغوی به د جګړو ډګر ونه‌ګټي. دوی باید د رښتونې روغې جوړې لپاره د مذاکرې پر مېز کېني."
د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې د افغانستان د سیاسي اختلافاتو هواری هم په‌دې برخه کې ډېر مهم دی.
نوموړي زیاته کړه د سولې په بهیر کې د بشپړ او فعال مشارکت لپاره یووالي ته اړتیا ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhae8ouqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته