دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 207900
د افغانستان روغتیا وزارت مني چې د دغه وزارت درې مرستیالان یا معینان له دندو ګوښه کړل شوي دي. لا هم د دې کسانو د لرې کولو دلیل نه دی ډاګیز شوی. د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د روغتیايي خدمتونو مرتسیال فدا محمد پیکان، مالي او او اداري مرستیاله ماموسۍ زیور، د پلان مرسیتاله ډېوه صمد له دندو لرې شوي دي. وحید مجروح، بشیر نورمل او شفیق شهیم د دې وزارت نوي مرستیالان ټاکل شوي دي. دا بدلون په داسې مهال دی چې افغانستان له کورونا وېروس سره په مبارزه بوخت دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ وویل، دې برخه کې یې کلک تدبیرونه نیولي دي.
ښاغلي غني تلوېزوني وینا کې زیاته کړه، له کورونا سره د مبارزې لپاره له پنجشنبې په ټول افغانستان کې د تجرید یا ګوښه توب مرکزونه جوړوي.
نوموړي د روغتیا برخې کارمنان وستایل او ټینګار یې وکړ چې د دې کارکوونکو د تنخا زیاتولو او خوندیتوب لپاره نوی چلنلار تیار شوی او ډېر ژر به اعلان شي.
ښاغلي غني زیاته کړه، د لا ډېرې نړیوالې مالي مرستې د خپلولو لپاره له پنجشنبې له نړیوالو ادارو سره خبرې پیلوي.
افغانستان کې د کورونا وېروس له امله تراوسه ۲۹ کسان مړه شوي دي.
روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ ته ورسېدو.
 
https://avapress.com/vdcdz50xzyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته