دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 207901
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی دی چې د جګړې ختمولو په اړه د ملګرو ملتونو، سیمې د هېوادونو او د افغان ولس غوښتنه ومني او اوربند وکړي. ولسمشر غني دا غوښتنه په هغه مفصله اعلامیه کې کړې چې دې هېواد کې د کورونا وېروس د روان وضعیت په اړه چارشنبه ماښام خپره شوه.
ولسمشر غني په دې اعلامیه کې ویلي، حکومت به هڅه کوي چې بهرنۍ مالي مرستې د کورونا وېروس پر ضد روان کمپاین کې ولګول شي.
په اعلامیه کې راغلي چې کورونا وېروس داسې یوه نړیواله وبا ده چې ان پرمختللي هېوادونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي، او تینګار شوی چې افغان حکومت دا وبا له پیله جدي ګڼلې وه.
ولسمشر غني ویلي، حکومت به له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د کورونا وېروس په تړاو د لګېدلیو محدودیتونو له کبله یې کار روزګار زیانمن شوی دی.
نوموړي همدا راز پر افغانانو غږ کړی دی چې په خپل چم ګاونډ کې پر بې وزله کسانو پام وکړي او د یوه مړۍ ډوډۍ مرسته ورسره وکړي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو او ګڼو خیریه بنسټونو هم د کورونا وېروس د روان بحران له کبله په افغانستان کې د بشري اوربند غوښتنه کړې وه.
طالبانو که څه هم ویلي چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کورونا وېروس پر ضد یې اقدامات کړي، خو تر اوسه یې د سراسري اوربند غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdce7f8wzjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته