خوښ ديک ۰

د ډاکټر یوسف اریوبي کشر ورور هم له کورونا وېروس مړ شوی

په کابل کې د کوچنیانو روغتون ډاکټر یوسف اریوبي -چې تېره شنبې ومړ- اوس يې یو بل ورور هم د کورونا وېروس له کبله ژوند بایللی دی. د اریوبي کورنۍ یوه غړي د ډاکټر یوسف د کشر ورور فضل الرحمان د مړينې خبر منلی دی.
د ډاکټر یوسف اریوبي کشر ورور هم له کورونا وېروس مړ شوی


سلام ځاځي  نور ګل شفق ته ویلي: 'هو، فضل الرحمان هم پرون مازدیګر او ماښام تر منځ وفات شو او نن مو په کابل کې خاورو ته وسپاره.'
تر ډاکټر اریوبي یوه ورځ مخکې د هغه یوه خور هم ل همدې ناروغۍ مړه شوې وه. یو بل ورور یې کمال اریوبي د کابل په یوه روغتون کې د کورونا وېروس له کبله بستر او تر څارنې لاندې دی.
د اسلام ځاځي په خبره فضل الرحمان او د ډاکټر یوسف دوو نورو ورڼو هم له همدې کبله ځانونه کرنتین کړي وو چې له منځه يې ډاکټر یوسف او فضل الرحمان په حق رسېدلي.
دا کورنۍ فکر کوي چې ډاکټر یوسف ته له خپل کوم ناروغ دا وېروس ورغلی چې وروسته بیا له ده د کورنۍ په نورو غړو کې هم خپور شوی دی.
 
پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود: 207903 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *