سلام ځاځي نور ګل شفق ته ویلي: 'هو، فضل الرحمان هم پرون مازدیګر او ماښام تر منځ وفات شو او نن مو په کابل کې خاورو ته وسپاره.'
تر ډاکټر اریوبي یوه ورځ مخکې د هغه یوه خور هم ل همدې ناروغۍ مړه شوې وه. یو بل ورور یې کمال اریوبي د کابل په یوه روغتون کې د کورونا وېروس له کبله بستر او تر څارنې لاندې دی.
د اسلام ځاځي په خبره فضل الرحمان او د ډاکټر یوسف دوو نورو ورڼو هم له همدې کبله ځانونه کرنتین کړي وو چې له منځه يې ډاکټر یوسف او فضل الرحمان په حق رسېدلي.
دا کورنۍ فکر کوي چې ډاکټر یوسف ته له خپل کوم ناروغ دا وېروس ورغلی چې وروسته بیا له ده د کورنۍ په نورو غړو کې هم خپور شوی دی.