کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنمارک لومړی اروپایي هېواد شو چې کرونا ته له ماتې وروسته یې ښوونځي پرانیستل

28 حمل 1399 ساعت 10:55

له چین څخه د دیسمبر میاشتې په وروستۍ ورځ خپور شوي وایرس د درې میاشتو په دوران کې نږدې په ټوله نړۍ کې بازارونه، ښوونځي، پوهنتونونه، نړیوال شرکتونه، تفریحي او عامه ځایونه، سپورت او آن بشپړ هېوادونه وتړل او خلک یې په کورونو کې بند کړل.
درې نیمې میاشتې وروسته دغه وایرس په نړۍ کې له ۲ ملیونو زیات کسان ونیول چې له مخې یې ۱۳۰زره مړه شول او ۵۰۰زره نور بیرته روغ او عادي حالت ته وګرځېدل.


له چین وروسته کرونا وایرس اروپا کې داسې ځالې وکړې چې له بل هر ځایه یې زیات اغیزمن کړ او د زرګونه کسانو ژوند یې واخیست، هېوادونه یې بشپړ وتړل او د اقتصادي وضعیت کچه یې خورا اغیزمنه کړه.
کرونا ته له ماتې ورکولو وروسته «ډنمارک» لومړی اروپایي هېواد شو چې د زده کونکو پرمخ یې ښوونځي پرانیستل، دا په داسې حال کې چې د مارچ میاشتې له ۱۲مې نیټې وروسته یې تړلي وو.
دا پریکړه د ډنمارک لومړي وزیر میټ فریډریکسن په داسې حال کې وکړه چې په هېواد کې یې په پرلپسې ډول د کرونا پېښې کمې شوي دي، د نوموړي په وینا دوی په پام کې لري چې د خلکو له توقع پورته ژر ټولنیز ژوند فعاله او په ګړندۍ توګه پرانیزي.
د یادې پریکړې له مخې به ښوونځي په جزوي توګه پرانیستل شي، ځکه چې یو شمېر تعلیمې ادارې سمدستي کار کولو ته چمتو نه دي، مګر په هېواد کې ۳۵سلنه ښوونځي او نرسري د زده کونکو پرمخ دروازې پرانیستلې.
په دې لړ کې نورو ادارو او ارګانونو له حکومت څخه د روغتیایي کارونو لپاره چې لا هم پلي کیږي اضافي وخت غوښتی. تمه کیږي دغه هېواد کې به ټول ښوونځي او نرسري د اپریل په ۲۰مه نېټه په بشپړ ډول پرانیستل شي.
ددې پریکړې له مخې به د متوسطې او عالیې زده کونکي د مۍ میاشتې تر ۱۰مې نیټې انتظار کوي.
بل لوري ته د حکومت دغه اقدام د والدینو لخوا له غبرګون سره مخ شو، چې نږدې ۱۸زره غوښتنلیکونه ددې عنوان لاندې چې (زوی مې د ازموینې خرګوش نه دی) لاسلیک شوې، ځینې والدین لا هم ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو د لیږلو ملاتړ نه کوي، که څه هم ډنمارک کې زده کړه لازمي ده.
د ډنمارک په شمول فنلنډ هېواد هم د چهارشنبې ورځې راهیسې ګرځبندیز ختم کړی، په داسې حال کې چې جرمني هم د یوه ځانګړي پلان له لارې په بندیزونو کې کموالی او د قرنطین شرایطو په اسانه کولو غور کوي، ددې سربېره هسپانیا او ایټالیا چیرته چې نږدې ۴۰زره کسان مړه شول د وضعیت ښه کېدو وروسته په ګرځبندیز کې اسانتیا کړې ده.
ډنمارک کې د تیرې ورځې د احصائیې له مخې پر کرونا د اخته کسانو شمېره ۶۴۹۶ تنو ته رسیدلی دی، په دې لړ کې دوی د ۷۳۹۱۹ کسانو معاینات ترسره کړي دي. دغه هېواد کې ټول ۲۹۹ کسان مړه شوي خو تیرې دوه اونۍ پرلپسې په ورځني شمېرو کې کموالی راغلی دی.
په اروپا کې تر دې دمه له یو ملیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او له ۸۴زره زیاتو کسانو ژوند یې اخیستی دی، تر دې مهاله اروپایې هېوادونه په نړۍ کې له کرونا وبا څخه تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
 


د مطلب کود: 207907

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207907/ډنمارک-لومړی-اروپایي-هېواد-شو-چې-کرونا-ته-له-ماتې-وروسته-یې-ښوونځي-پرانیستل

آوا
  https://www.avapress.com