کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد له قزاقستانه غوښتي چې افغانستان ته د غلجاتو صادرات پیل کړي

28 حمل 1399 ساعت 11:14

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې افغانستان ته د غلو دانو د صادراتو په اړه یې له قزاقستاني دیپلومات سره خبرې کړې دي.


خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یې غوښتي چې افغانستان ته د غلو دانو او غنمو صادرات پيل کړي.

هغه لیکلي: "د قزاقستان له ځانګړي استازي کالییوف سره مې دا اونۍ افغانستان ته د غلجاتو او غنمو د صادراتو د اهمیت او بيا پيلولو په ګډون پر ګڼو مسایلو خبرې وکړې. موږ توافق وکړ چې سیمه ايز اتصال او همغږي نه یوازې د یوې دوامداره سولې لپاره اساسي دي بلکې زموږ د ګډې راتلونکې په وړاندې نړیوال ګواښونه هم ځوابوي، هماغسې چې د COVID-19 په ضد روانه مبارزه یې ښيي."

دا په داسې حال کې دي چې خلیلزاد اوس ورځو کې یوځل بیا د افغانستان سولې لپاره خبرې اترې پیل کړي دي.
هغه قطر کې له طالب سیاسي مشرانو سره له خبرو وروسته اسلام اباد ته لاړ او د دغه هېواد د پوځ له مشرانوسره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.
 


د مطلب کود: 207909

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207909/خلیلزاد-له-قزاقستانه-غوښتي-چې-افغانستان-ته-د-غلجاتو-صادرات-پیل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com