نوموړي زیاته کړې، چې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ګډون ترې ګڼو افغانانو د پاکستان له استخباراتو سره د اړیکو جوړولو غوښتنه کړې « زه پنځه کلونه په کابل کښي د پاکستان سفير وم، سوګند خورم چي خپلي يوې مخفي شبکې هم دا نه دي راته ويلي چي يو افغان راته جلب کړه، البته د سفارت د مالي څخه نيولې بيا تر جګپوړو چارواکو پوري راته ويل شوي، چي د پاکستان د مخفي شبکې سره مو اړيکي جوړي کړه، حال دا چي په ښکاره د هر تاوان پړه پر پاکستان اچوي»
د پاکستان پخواني سفیر ددې تر څنګ افغان چارواکي د خپلو ګټو پیروي بللي او طالبانو ته یې د واک پر انتقال ټینګار کړی.
ده ویلي « دوی د خپلو ځاني ګټو په فکر کښي دي او فکر يې محدود دئ. د ډاکټر اشرف غني او ډاکتر عبدالله په پرتله چي د يوه سره د خلق ګوند ډله او د بل سره پخواني مجاهدين ولاړ دي طالبان کولی شي چي هيواد د دې اوږده ناورين څخه وباسي، په شرط د دې که ټول افغانان د ځان ملګري کړي.»
صادق یوسفزي د طالبانو مشر هبت الله اخند ستر عالم او ملا عبدالغني برادر دروند او سپيڅلی شخصيت یاد کړی او پر افغانانو یې غږ کړی، چې د جوش پر ځای له هوش کار واخلي؛ سولې، صنعت، پرمختګ او یووالي ته کار وکړي.