دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 207918
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د راتلونکي نظام د نوعیت په اړه پرېکړه به د افغانستان مسلمان ولس کوي، چې څه غواړي؟ ذبیح الله مجاهد له «روزنامه صبح کابل» سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړې، چې طالبان په افغانستان کې یو داسې اسلامي نظام غواړي چې افغان شموله او د ولس په خوښه وي؛ خو دا خبره یې رد کړې چې ګویا دوی به د موجوده حکومت په چوکاټ کې مدغم شي، بلکه په خبره یې طالبان او نور ټول افغاني جهتونه به د راتلونکي اسلامي نظام برخه وي.

مجاهد د کرونا وایرس پرضد مبارزې باندې ټینګار کولو ترڅنګ ویلي، که ددوی تر کنترول لاندې کومه سیمه کې د کرونا وایرس خطر تثبیت شي، دوی تیار دي په هغه سیمه کې اوربند اعلان کړي.
د امریکا حکومت د هغه خبرداری، که طالبان له امریکا سره د سولې لاسلیک شوي تړون ته ژمن پاتې نه شي، امریکايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي او جګړې ته به دوام ورکړي، په ځواب کې ذبیح الله مجاهد ویلي: «که امریکايان د سولې د تړون مطابق له افغانستان څخه خپل پوځیان ونه باسي، مونږ به هم لکه د پخوا په شان خپل جهادي عملیات ورباندې پیل کړو او د هغوی تر شړلو به ادامه ورکوو.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په داسې مهال د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي او امریکايانو سره د سولې تړون په هکله څرګندونې کوي، چې ویل کیږي نړیوالې ټولنې او امریکا په افغان حکومت زور اچولی ترڅو خپلمنځي ستونزې حل او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون مطابق طالب بندیانو آزادولو سره بین الافغاني مذاکراتو او دایمي سولې ته لاره هواره کړي.
 
https://avapress.com/vdccsmqi42bqxo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته