دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 207926
د کرونا ویروس؛ مثبتې پېښې ۸۴۰ شوې
د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۴ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د ویاند، وحید مایار چې نن(پنج شنبې د ورې په ۲۸مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پر مهال خبرې کولې، وویل چې له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د ټولو شمېر ۸۴۰ ته ورسید.

د تازه ثبت شویو پېښو له ډلې ۳۷ یې په کابل کې دي. او تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو تن د کابل په سروبي ولسوالۍ کې مړ شوی دی.

تر څنګ یې ۱۱ هرات، ۶ بلخ، یو یو هم په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

همداراز تر اوسه ټول هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۳۰ تنه مړه شوي او ۵۴ تنه هم روغ شوي دي.

ښاغلي مایار یوځل بیا له خلکو غوښتنه وکړه چې هېواد کې یو ځای کې له راټولېدو مخنیوي وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5zb50rhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته