دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 207931
د ناټو عمومي منشي ینس سټولڼبرګ وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون مطابق غواړي، خپل ۴۰۰۰ پوځیان له افغانستان څخه وباسي. سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون د چهارشنبې په ورځ د یوې آنلاين خبري ناستې پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون څخه د ملاتړ، او په افغانستان کې د سولې هڅو په دوام یې پرېکړه کړې، چې د ۴۰۰۰ پوځیانو په ایستلو سره افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۱۶ زره څخه ۱۲ زره پوځیانو ته راښکته کړي.
نوموړي دغه راز په طالبانو غږ کړی څو له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن پاتې شي، تاوتریخوالی کم او افغان حکومت سره د خبرو میز ته کیني، ځکه دده په باور ښايي طالبان د جګړې له لارې واک ته ونه رسیږي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې ینس ټولټنبرګ وویل: «زمونږ دریځ څرګند دی، حتی که په افغانستان کې ۱۲ زره پوځیان هم ولرو، خپل ماموریت چې د افغان ځواکونو روزنه او مالي ملاتړ دی دوام ورکولای شو، د پوځیانو کمول به هم د شرایطو مطابق ترسره کیږي.»
په دغه خبري ناسته کې د ناټو عمومي منشي له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو په هکله ویلي، افغانستان ته له خپلو متحدینو سره یوځای تللي وو، د بیرته راتلو په هکله به هم خپل دریځ په ګوته کوو؛ خو له شک پرته چې په مناسب وخت کې به خامخا ټول یوځای له افغانستانه راوځو.
په کابل کې د لانجمنوټاکنو پایلو له اعلان وروسته رامنځ ته شوي سیاسي کړکیچ په هکله سټولټنبرګ د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل، د وخت اړتیا وه چې باید مونږ سره یوموټی وو او د یو قوي سیاسي بهیر له آدرسه مو د سولې خبرو کې برخه اخیستې وه، اوس هم په کار ده چې په کابل کې سیاسي ناندرۍ پای ته ورسول شي.
د ناټو عمومي منشي په داسې مهال په افغانستان کې د خپلو زرګونو پوځیانو دکمولو او له امریکایانو سره په یو وخت د ټولو پوځیانو ایستلو خبره کوي، چې درې اونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په کابل کې ډاکټر غني او عبدالله ته خبرداری ورکړی ؤ، که خپلمنځي لانجې حل او طالبانو سره جوړجاړي ته ونه رسیږي، نو امریکا به د مالي مرستو کمولو ترڅنګ خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.
 
https://avapress.com/vdchxqniz23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته