دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 207933
ګارډین ورځپاڼې په خپل یو راپور کې چې د هوايي شرکتونو په وضعیت لیکل شوی، ویلي چې یادو شرکتونو د زیاترو هوايي الوتنو د لغوه کېدلو له امله میلیاردونه ډالر تاوان کړی دی. له انګلستانه په خپریدونکي ورځپاڼې کې راغلي، تر دې دمه د کرونا وایرس (کوویډ-۱۹) له امله په ټوله نړۍ کې هوايي شرکتونو ته ۳۱۴ میلیارده ډالره زیان اوښتی او ګڼ وګړي بیکاري ته لنډ شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ په میاشت کې د هوايي ټرانسپورت نړیوال سازمان (IATA) هوايي شرکتونو ته د ۱۱۳ میلیارده ډالرو زیان اوښتلو وړاندوینه کړې وه؛ خو اوس په دغه حساب کې کابو دری چنده زیاتوالی لیدل کیږي.

دا په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې له ۲ ملیونو زیات انسانان پر کرونا وایرس اخته شوي، له دې څخه یې له نیم ملیون زیات روغ شوي او ۱۳۰زرو خپل ژوند بایللی دی.
بل لور ته د (اي اې ټي اې) سازمان مشر الکساندر دي ژوناک رویټرز اژانس ته په خبرو کې ویلي چې، دغه تاوان به نور هم لوړ شي؛ ځکه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا وایرس له ویرې سوداګریزې او عامې الوتنې تر نامعلومې نېټې ځنډول شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، هوايي شرکتونو د بندیزونو د تمدید له امله د نړۍ ۹۵ سلنه الوتنې بندې کړي، چې ژور اقتصادي زیان یې اړولی دی.
الکساندر څرګندوي، چې د سخت اقتصادي بحران ترڅنګ کرونا د هوايي شرکتونو اړوند ۲۵ میلیونو وګړیو دندې هم په خطر کې اچولې دي.
یوازې په امریکا کې تر دې دمه د یادې ناروغۍ د اغیز له امله ۱۷ ملیونه وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
هېره دې نه وي، چې د کرونا وېروس له امله د نړۍ زیاتره لوی بازارونه او مارکیټونه تړل شوي دي خو اوسمهال دغه وایرس کابو کېدو ته نږدې کیږي چې ځینو هېوادونو په دې لړ کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjtae8tuqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته