کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۲ میلیونو واوښت

28 حمل 1399 ساعت 13:18

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له دوو میلیونو اوښتی دی.


د جانز هاپکنز پوهنتون له‌خوا ثبت شوې شمېرې شيي چې دوه میلیونه او ۶۴ زره کسان په دې ویروس اخته دي.

له دې ډلې څه باندې یو لک او ۳۷ زره کسان مړه شوي هم دي.

اخوا د هغو کسانو چې درملنه شوې شمېر پنځه لکه او ۱۵ زرو ته رسېږي.

سره له دې چې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له دوو میلیونو اوښتی په ځينو هېوادونو له هغې ډلې اسپانیا او اتریش کې په کاروبار د لګېدلو محدودیتونو د تدریجي کمولو هڅې کېږي څو اقتصادي چارې بیا په پښو ودرېږي.

امریکا بیا هم د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او په دې خاطر د مړو د شمېر له پلوه په لومړي سر کې ده.

هلته په کرونا د اخته خلکو شمېر نږدې شپږ لک او ۴۰ زره کسانو ته رسېدلی او د مړو شمېر یې ۳۱ زرو ته پورته شوی دی.
 


د مطلب کود: 207935

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207935/نړۍ-کې-په-کرونا-ویروس-د-اخته-خلکو-شمېر-له-۲-میلیونو-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com