کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپایې اتحاديې سفیران:

سیاسي اختلافات اروپایي ملاتړي ناهیلي کوي

28 حمل 1399 ساعت 14:06

په کابل کې د اروپایي هیوادونو سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي ناندریو حل غوښتی او ټینګار یې کړی، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د اروپايي اتحادیې ملاتړي ناهیلي کېږي او د یوه ډیموکراټیک جوړښت په شتون باندې باور کمزوری کېږي.


په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د سفیرانو له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو او جوړجاړي ته د رسېدلو غږ شوی او تر څنګ یې زیاته شوې « هر څومره ژر چې شوني وي، د سولې پروسه باید پیل او د افغان ملت غوښتنو ته باید په داسې یو حالت کې لومړیتوب ورکړل شي، چې نا امني خپره شوې او افغانستان له روغتیایي خطر سره مخ دی.»
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د یوه پياوړي حکومت په نشتون کې د هرې ورځې تېرېدل افغانان له یوه ستر خطر سره مخ کوي، د یوه ډیموکراټیک جوړښت په اړه باور کمزروی   او اروپایي ملاتړي ناهیلي کوي.
 


د مطلب کود: 207942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207942/سیاسي-اختلافات-اروپایي-ملاتړي-ناهیلي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com