دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 207943
د جاپان حکومت د کورونا د مخنیوي په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمشنرۍ له لارې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي. دغه مرستې به له کورونا سره د مبارزې په لاره کې په تخنیکي برخه ولګول شي او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمشنري به د همدې مرستې له لارې د کورونا د مخنیوي په موخه طبي توکي وپېري.
په اسلام اباد کې د جاپان سفیر د تازه مرستې د اعلان په مهال وویل، چې کرونا اوس په یوه نړیوال تهدید بدله شوې، نو ځکه په دې حالت کې له نړیوالې ټولنې سره ښایي، جدي غبرګون ورته وښيي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم جاپان پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د سرې میاشتې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او د مهاجرو د پروګرام له لارې مرستې کړې وې، چې له تازه اعلان شویو مرستو سره یې ټوله اندازه ۲.۴۱ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
https://avapress.com/vdcay0nue49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته