د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي دا پروګرام په بریاليتوب سره د عملي کېدو په حال کې دی.
ښاغلي ارین د جمعې په ماښام ازادي راډيو ته په دې اړه داسي وویل: "دا ممنوعیت د جرایمو د کچې کمولو په هدف وضع شوی دی، یوه استثنا شته، د رستورانونو هغه کارکوونکي چې د خوړو په برخه کې خدمات رسوي، د ګرځېدو د جواز په لرلو سره پر موټر سایکل د ګرځېدو اجازه لري، دا پروګرام تر ډېره بریده رعایت شوی دی ځکه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې سرغړوونکو کسانو موټرسایکلونه به ورڅخه واخیستل شي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره د چارشنبې له ورځې د وري یا حمل میاشتې له ۲۷مې نېټې پر موټر سایکل د خلکو پر ګرځېدو ممنوعیت وضع کړ.
د دې وزارت په وینا، د دې اقدام مقصد د ترهګرو بریدونو، جنايي جرمونو او هدفي وژنو مخنیوی دی.
امنیتي چارواکو ویلي، په ډېری مواردو کې مجرمین په کابل کې تر جرم وروسته پر موټر سایکل تښتېدلي.
د کابل ځیني اوسېدونکي د ورځني ژوند د چارو پر مخ وړلو لپاره له موټر سایکلو استفاده کوي.
دوی شکایت کوي چې د کورنیو چارو وزارت دا اقدام به د دوی پر ژوند اغېز وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)