کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: لغمان کې مو ۲۰ نور افغان امنیتي سرتېري خوشې کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 حمل 1399 ساعت 9:26

طالبان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د درېیمې ډلې د راخوشي کولو خبر ورکوي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د سلطان غازي بابا دروازې په سیمه کې يې شل سرتېري او پولیس له بنده خوشې کړي دي.

مجاهد لیکلي چې شل نور سرتېري هم د پنجشنبې په ورځ په همدې سیمه کې راخوشې شول.

طالبانو شپږ ورځې مخکې په لغمان ولایت کې د افغان حکومتي کارکوونکو د شلو کسانو د راخوشې کېدو خبر ورکړی و.
د سولې په چارو کې د دولت د وزارت لوړپوړي سلاکال عزیزالله فضلي پرون ماسخوتن ازادي راډيو ته وویل، نه پوهېږي چې نوي راخوشې شوي کسان ملکيان دي که نظامیان.

هغه وویل: "طالبانو پرون اعلان وکړ چې شل اسیران یې راخوشې کړي دي، د دوی په خبره دا کسان له دولت سره تړاو لري، وبه لیدل شي چې دا اسیران له کومې ادارې سره تړاو لري، اسیران ملکي وو که نظامی."

افغان حکومت ویلي چې د اپرېل میاشتې له اتمې نېټې راهیسي يې تر درې سوه او پنځوس زیات طالبان راخوشې کړي دي.

د فبرورۍ میاشتې په نهه ویشتمه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ په لاسلیک شوې موافقه کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې تر بین الافغاني خبرو مخکې د اعتماد رامنځته کولو په هدف دې پنځه زره طالب بندیان راخوشې کړي.

طالبانو هم ژمنه کړې چې شا او خوا زر حکومتي کارکوونکي به راخوشې کړي.
 


د مطلب کود: 208006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208006/طالبان-لغمان-کې-مو-۲۰-نور-افغان-امنیتي-سرتېري-خوشې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com