کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېرو ورځو په پرتله نن هېواد کې د کرونا ویروس کمې پېښې ثبت شوې دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 حمل 1399 ساعت 11:53

عامې روغتیا وزارت تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس د یو شمېر تازه پېښو خبر ورکړی دی.


د عامې روغتیا وزیر فیرزو الدین فیروز نن ( شنبه وري ۳۰ ) د خبري غونډې پر مهال یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷ تازه مثبتو پېښو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د تېرو څو ورځو په څېر کابل بیا هم د تېرو څلریشت ساعتونو په اوږدو کې تر نورو ولایتونو ډېرې تازه مثبتې پېښې لري چې شمېر ۱۲ رسي.

تر کابل وروسته پکتیا په تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ډېرې نوې پېښې لري، چې شمېر اووه پېښو ته رسي، تر هغه وروسته لوګر کې څلور، هرات کې دوه، بامیان کې یوه او همداسې دایکندي ولایت کې هم یوه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې ده.

عامې روغتیا وزارت تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷ نويو پېښو خبر په داسې حال کې ورکړ، چې تېره ورځ دا شمېر ۶۶ تنه وو.

د تېرو درې ورځو په پرتله نن افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی دی، داسې چې تېرو څلریشت ساعتونو کې هرات ولایت کې یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هېواد کې د ۲۷ تازه پېښو په ثبتېدو سره، په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر هم ۹۳۳ کسانو ته لوړ شو.
 


د مطلب کود: 208025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208025/د-تېرو-ورځو-په-پرتله-نن-هېواد-کې-کرونا-ویروس-کمې-پېښې-ثبت-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com