کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دې ویروس لومړنۍ نښې ولري د دارالامان ماڼۍ پرانېسته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 حمل 1399 ساعت 14:37

دې ماڼۍ کې به په کوویډ- ۱۹ اخته کسانو لپاره ۲۰۰ بستره چمتو شي.


د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د کرونا ویروس هغو ناروغانو لپاره زیاتوي: "په ټول افغانستان کې د کرونا مثبتې ۹۳۳ ته ورسېدې، له نیکه مرغه تېره ورځ ۱۳ کسان روغ شوې دي، دغه مرکز د دې لپاره جوړ شوی چې هرکله پېښې ډېرې شې، هغه کسان چې په دې ویروس اخته شوي او لومړنۍ نښې ولري او د قرنطین کېدو لپاره ځای نه لري، موږ غواړو چې د هغو لپاره دې ته ورته ځایونه جوړ کړو.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل چې تر دې دمه نړیوالو مرستندویه ټولنو او بانکونو د مالي مرستو ژمنې نه دې عملي کړي.

په پام کې ده چې د نړیوال بانک او اسیایي پراختیایي بانک لخوا ملګرو ملتونو له لارې افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر شاوخوا یو نیم سل میلیونه ډالر او د اروپایي ټولنې لخوا ۱۱۷ میلیونه یورو مرسته وشي.

فېروز دغه راز زیاته کړه: "تر اوسه هم نړیوالې ټولنې ادارو او مرستندویو موسسو دا پيسې نه دي ورکړي، هیله لرم چې ژر تر ژره دا پیسې ورکړل شي څو وکولی شو له خلکو سره مرسته وکړو."

همدا راز د عامي روغتیا وزارت په پام کې لري چې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره د دارالامان ماڼۍ ته ورته ځایونو کې په ټول هېواد کې شاوخوا یو لکه بستره برابر کړي.


د مطلب کود: 208036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208036/د-دې-ویروس-لومړنۍ-نښې-ولري-دارالامان-ماڼۍ-پرانېسته

آوا
  https://www.avapress.com