کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دارالامان ماڼۍ کې د کووېډ نولس ناروغانو لومړنی ساتنځی پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس , 30 حمل 1399 ساعت 18:27

د کووېډ نولس ناروغانو لومړی ساتنځی نن (شنبې، د وري په ۳۰مه) په دارالامان ماڼۍ کې پرانیستل شو.


د عامې ورغتیا وزیر وايي هغه ناروغان چې ضعیت یې نازک وي د دارالامان ماڼۍ په یوه پوړ کې په دوسوه بستر کې به وساتل شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په کابل کې د کوویډ ۱۹ ناروغانو د لومړني ساتنځي د پرانستې پرمهال وویل چې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي او دغه شمېر ۹۳۳ ته رسېدلی دی.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:«د کورونا نړیوال کړکېچ لمن او لمبه افغانستان ته رسېدلې ده او ورځ په ورځ مخ په زیاتوالي دی او لکه څرنګه چې ټول پوهېږي کړکېچ یا ناورین هغه وضعیت دی چې په هغه کې سیسټمونه له منځه ځي.»

په داسې حال کې چې هېوادوال د دې ناروغۍ د معاینې لپاره د امکاناتو پر کموالی نېوکه کوي؛ ځينې سرچینې طلوع نیوز ته وایي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د عامې روغتیا وزارت ته امر کړی چې د فضل هادي مسلمیار او د هغه د کورنۍ معاینات ترسره کړي. 

بل خوا د عامې روغتیا وزیر هم مني چې ځينې والیان، قومندانانو، سیاستوالانو او زورواکو د معاینه کولو لپاره پر روغتیایي کارکوونکو فشار راوستی دی. 

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي:«له شک پرته زورواکی زورواکی دی... والي، والي دی، کولای شي چې وزغمي. قومندان قومندان دی؛ په یوه ولایت کې مراجعه کوي او وايي چې زما او کورنۍ ټسټ مې واخلئ. زما ډاکټر له سپینې چپنې سره اړ دی چې له خپلو تشخیصیه کېټونو سره ولاړ شي او ټسټ واخلي.»

د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي هم زیاتوي:«له کورونا سره د اغېزمنې مبارزې او د هغې د پراختیا د مخنیوي لپاره او د هغو نښو نښانو پر بنسټ چې لیدل کېږي - هم په دولتي بنسټونو کې او هم له دولتي بنسټونو بهر د کورونا ټسټ باید وشي.»

اوس مهال د ځينو ولایتونو په تېره بیا د فاریاب او غور ولایتونو یو شمېر معاینې ناڅرګنده پاتې دي او ان په ځینو حالتونو کې د ناروغ له مړینې وروسته د هغه د معاینې پایله ورسېدلې ده.  

د فاریاب والي هم وایي په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس شکمنو اخته کسانو د معاینې لپاره امکانات نه لري؛ خو په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې یو شمېر چارواکي او زورواکي په هوسانه توګه معاینات کوي.

د هرات والي نقیب الله فایق وايي:«شمالي ولایتونه نه شي کولای چې کورونا تشخیص کړي. موږ د وصفي ناروغانو - هغه کسان چې د کووېډ نولس ناروغۍ لري بېلګې یې مزار ته استولي دي چې له بده مرغه ویلي یې دي چې کېټونه نه لري او نه شي کولای ویې ازمويي. په داسې حال کې چې موږ ته خبرونه رسېږي چې په کابل او نورو ځایونو کې ځینې لوړپوړي دولتي مامورین دي او یا واسطه لري دوی هوسانه ازموینې کوي.»

سلیقه يي ازمویښتونو دا اندېښنې هم راپارولې دي چې که ډېری روغتیایي امکانات د دولتي چارواکو او زورواکو په واک کې ورکړل شي؛ هېوادوال به د دغو سلیقو قرباني شي.

له دې ټولو سره سره به د عامې روغتیا زوارت د دارالامان ماڼۍ یو پوړ چې دوه سوه بستره لري؛ د کوویډ نولس ناروغانو د ساتنې لپاره چمتو کړی دی؛خو وبه لېدل شي چې عادي هېوادوال به هم دغه ساتنځي ته لار پيدا کړي او که نه.
 


د مطلب کود: 208059

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208059/دارالامان-ماڼۍ-کې-د-کووېډ-نولس-ناروغانو-لومړنی-ساتنځی-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com