دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 208103
هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹۹۳ ته ورسېدې
دعامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۶۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
نوموړې چې نن(یک شنبې د ورې په ۳۱مه نېټه) کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۹۳ ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې کابل یو له هغو ولایتونو دی چې تېره شپه ورځ کې په کې د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې، ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هرات چې هېواد کې لومړنی هغه ولایت وو چې د کرونا مثبته پېښه په کې ولیدل شوه، په کې ۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۴۸ د کرونا ویروس نښې اخیستل شوې دي او له ډلې یې ۴ مثبتې پېښې ثبت دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې ناروغان ۳ یې ښځې او یو یې نارینه دی.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر څرګنده کړه چې تر اوسه هطواد کې د کرونا ویروس له کبله ۳۲ تنه مړه شوي او ۱۳۱ تنه هم روغ شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyoe8tuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته