دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 208111
دفاع وزارت: لوګر کې مو د ملي اردو ځواکونو د وژل کېدو غچ واخیست
د هېواد ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د هغه نهه ملي اردو ځواکونو غچ اخیتسی، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري وژل شوي وو.
درې ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستې برید وکړ، چې نهه د ملي اردو ځواکونو ته پکې د سرزیان واوښت.

د ملي دفاع وزارت د یوې ويډيو په خپرولو سره ویلي، چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو هغه ډله وژلې چې درې ورځې وړاندې یې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو برید کې نهه د ملي اردو ځواکونه وژلي وو.

وینا پاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ( شنبه وري ۳۰ ) طالبانو یو ځل بیا د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درولود، چې د هوايي ځواک پر مټ خنثی شوی دی.

ملي دفاع وزارت ویلي چې افغان پوځ فعال دفاعي حالت کې د طالبانو لس کسان وژلي، او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcizvarzt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته