د ننګرهار ولايت کرونا تجريد روغتون کې د روغتيا پالو مشر ډاکتر عبدالعزير روحاني له لوري د ازاد رقابت له لارې برياليو شوو ډاکترانو ته د لومړنيو روغتيايي مرستو رسولو په موخه ټرايننګ ورکړل شو.
د دې ټرايننګ پر مهال روغتيا پالو ته په عملي ډول ناروغ سره لومړنۍ مرسته او سمبالول ور وښودل شول. د يادونې ده، چې ډاکتر عبدالعزيز روحاني وخت پر وخت د دې مرکز ډاکترانو ته د دوی د روحيې لوړولو او د کرونا ناروغانو سره د مرستې او ژغورلو په اړه معلومات وړاندې کوي