دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 208119
کرونا ویروس تر اوسه ټوله نړۍ کې ۱۶۰۰۰۰ مړه کړي
د نړۍ په کچه د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر یو لک او شپیتو زرو ته ورسېد.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس مثبتې پيښې څه باندې دوه اعشاریه درې میلیونو ته ورسېدې.
په ځینو هېوادونو کې د دغه ویروس د خپرېدو کچه کمه شوې او روغتیایي چارواکي وایي، فزیکي واټنونو او ګرځبندیز د ویروس خپرېدل ورو کړي دي.
په تېرو څو اوونیو کې په تقریبي ډول څلورنیم میلیارده وګړي په ټوله نړۍ کې قرنطین وو او یوازې د خوړو اخیستو او روغتیایي خدمتونو لپاره له کوره وتل.
پرون د اپریل په اتلسمه، د کرونا له کبله د امریکا تر ټولو زیات ځپل شوي ایالت نیویارک په یوه اوونۍ کې د مړینې کمه شمېره درلوده.
د دغه ایالت والي اندریو کومو د مړینې د کموالي لامل ټولنیز واټنونه یا په کور پاته کېدل وبلل او وې ویل، ایالت یې لا دې ته چمتو نه دی چې محدودیتونه دې په کې نرم شي.
 
په جنوبي کوریا کې پرون د کرونا یوازې ۸ مثبتې پیښې ثبت شوې، په تېرو دوو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد د پېښو شمېر یو رقمي عدد ته ټیټېږي.
ایټالیا کې بیا پرون د کرونا له کبله ۴۸۲ کسان مړه شول چې د نورو ورځو پرتله لږ زیاتوالی ښيي.
فرانسې او اسپانیا د ځینو لنډمهاله روغتونونو له منځه وړل پيل کړي او جرمني ویلي، د کرنا ویروس وده یې قابو کړې ده او د لګول شویو محدودیتونو په نرموالي کار کوي.
جرمني کې به سبا د اپریل په شلمه ځینې دوکانونه بېرته پرانېستل شي او په راتلونکو څو اوونیو کې به د ځینو ښونځیو دروازې هم خلاصې شي.
سویس، دنمارک او فنلد هم سر له سبا یو شمېر دوکانونه بېرته پرانېزي.
ایران هم یو شمېر کم خطره کاروبارونو ته بېرته اجازه ورکړې ده، که څه هم دغه هېواد د منځني ختیځ په کچه د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې لري.
په ځینو اسیایي هېوادونو له هغې ډلې سنګاپور او جاپان کې که څه هم د کرونا وده کنټرول شوې، خو پرون په کې د پېښو ګراف لوړ و.
په جاپان کې د کرونا مثبتې پيښې له لسو زرو واوښتې او صدر اعظم شینزو ابې اعلان وکړ، په کور کې د پاته کېدو د جبران لپاره هر وګړي ته یو لک جاپاني ین ورکوي چې نژدې زر ډالر کېږي.
جاپان، بریتانیا او مکسیکو بیا د محدودیتونو موده هم غځولې ده.
په امریکا کې بیا بندیزونو خلک په تنګ کړي دي، پرون د ګڼو ایالتونو سلګونه اوسېدونکو مظاهره وکړه او وې ویل، دوی لیواله دي چې بېرته خپل کارونه پیل کړي.
په برازیل کې هم پرون خلک د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې لارو کوڅو ته راووتل او غوښتنه یې کوله چې سوداګري او کاروبار باید بیرته پیل شي.
https://avapress.com/vdcgq79xyak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته